په کابل ښار کې د تورو ښیښو د موټرو د ګرځېدو د مخنیوي کمپاین په لومړي سر کې د ځینو چارواکو له خوا له ستونزو سره مخ شو.
یو شمیر پولیس چې د کابل ښار د مسعود په څلور لارې کې راټول شوي وو؛ د ولسي جرګې د یوې غړې لیلما ولي حکیمي موټر چې تورې ښیښې یې درلودلې ودراوه.
خو نوموړې د خبریالانو په مخ کې پولیسو ته سپکې سپورې وویلې او هڅه یې وکړه چې، پولیس یې د موټرو ښیښې پاکې نه کړي.
خو د نوموموړې د موټر ښیښې پاکې کړای شوې او د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال داود امین خبریالانو ته وویل؛ چې دا کمپاین به په لوړ پوړو چارواکو عملي کیږي:
"په ځانګړي توګه مطبوعاتو به ویل، چې په ښار کې د تورو ښیښو لرونکي موټر زیات شوي موږ د مخکیني کمپاین له مخې بیاهم یو جدي کمپاین په لاره اچولی او تاسو به وګورﺉ، چې د کورنیو او بهرنیو تورو ښیښه والا موټرو سره په جدي توګه د قانون له مخې چلند کوو او لوړپوړو چارواکوته په هیڅ ډول اجازه نه ورکوو؛ چې د تورو ښیښو موټر وګرځوي."
د شنبې په ورځ پولیسیو کې د تورو ښيښو لرونکو او بې نمبر پلیټه موټرو د ګرځیدو او د ناقانونه وسلو د ګرځولو د مخنیوي دا کمپاین د کابل ښار په بیلابیلو مهمو څلور لارو کې په یوه وخت پیل کړ.
په دې ورځ د مسعود په څلور لارې کې ولاړو پولیسو د ولسي جرګې د یوه بل غړي قیس حسن او د ستري محکمي د عالي شورا د غړي عبدالمالک کاموي د ساتونکو د تعقیبي موټر او د څو نورو موټرو چې پولیسو ویل، د جنرال عبدالرشید دوستم دی، تورې ښیښې پاکې کړې.
له کله نه چې د وزیرانو شورا د تورو ښیښو او بې پلیټه موټرو د ګرځېدو د مخنیوي امر کړی دی؛ پولیسو څو څو ځلې دا کمپاین عملي کړی دی.
خو خلک شکایت کوي چې، دا کمپاینونه سم نه دي عملي شوي، ځکه خو لا هم په کابل ښار کې ځینې چارواکي او زورور کسان د تورو شیشو او بې پلیټه موټرو کې ګرځي.
خلک وايي، د تورو ښیښو موټر امنیت ته ګواښ دی او حتی ځینې انتحاري حملې د همدې موټرو په وسیله کیږي:
"۱- باید د تورو ښیښه لرونکو موټرو فلمونه پاک شي؛ تاسو ګورﺉ جمهوري ریاست ته چې څو موده مخکې چې څو تنه تروریستان ننوتل همدا د تورو ښيښو لرونکي موټر وو، او مخکې له دې دفاع وزارت ته هم.
۲- دولت باید په دې برخه کې پریکنده اقدام وکړي، ترڅو د موټرو له ښیښو څخه تور فلمونه پاکې شي او موږ له دې نیک اقدام څخه خوښ یو."
ځینې خلک وايي، حکومت د تورو ښیښو د موټرو په مخنیوي کې جدي نه دی.
پولیسو د وزیرانو شورا او د جمهور رییس د فرمان له مخې څوڅو ځلې په دې اړه کمپاین پیل کړی؛ خو وروسته یې تعقیب کړی نه دی.
دوی وايي، که چیرې په کابل ښار کې د تورو ښیښو د موټرو مخه ونه نیول شي؛ د ناامنیو پیښې به هم راکمې نه شي.
راپور: مرضیه احمدزۍ