په مصر کې پرون لسګونه زره کسانو بیاهم مظاهرې وکړې. د دې مظاهرو ځینو ګډونوالو د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي بیا واک ته د رسېدو غوښتنه کوله خو یوشمېر نورو د مرسي د لېرې کېدو هرکلی وکړ.
د پلازمېنې قاهرېد ښار په جوماتو کې د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه کسانو غونډې وکړې. د مرسي پلویانو د قاهرې په نصر نومې سیمه کې په خپلو شعارونو کې ویل چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او موقت دفاع وزیر عبدالفتاح سیسي به له واکه لیرې کړي. په پرونیو مظاهرو کې د مرسي یو تن پلوي وویل:
"زه د مشروعیت د ملاتړ لپاره راوتلی یم؛ نه د مرسي د ملاتړ لپاره. زه راغلی یم چې، د مشروعیت دفاع وکړم. دوی هغه رایه چې ما په صندوق کې اچولې وه؛ غلا کړه. غواړم له السیسي څخه وپوښتم چې، زما رایه څه شوه؟ زما رایه څه شوه سیسي؟ محمدزمرسي خو هېڅ غلط کار نه و کړی؛ ولې دې بندي کړ؟"
جنرال سیسي د جولای په درېیمه نېټه اعلان وکړ چې؛ محمد مرسي نور نو ولسمشر نه دی. د مصر پوځ د پنجشنبې ورځې په ماښام خبرداری ورکړ چې؛ هېڅ راز تشدد به ونه زغمي.
پوځ په داسې حال کې پرون خبرداری ورکړ چې؛ د قاهرې په آسمان کې د جمعې له لمانځه وروسته جنګي جټ الوتکو او هیلیکوپټرو په ټیټه ارتفاع کې الوتنې کولې.