محمود احمدي نژاد کربلا او نجف ښارونو ته تللی و

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد چې د کار دوره یې ختمه شوې، پرون د عراق جنوبي ښارونو، کربلا او نجف ته چې د شیعیه ګانو لپاره سپېڅلي دي، تللی و.

احمدي نژاد د پنجشنبې په ورځ د یوه رسمي دوه ورځني سفر لپاره بغداد ته ورسېد. ده په بغداد کې له صدراعظم نوري المالکي، له مرستیال ولسمشر او د عراق د پارلمان له مشر سره خبرې وکړې.

د ایران د دولتي ټلویزیون "پرېس ټي وي" د راپور له مخې د احمدي نژاد د سفر په جریان کې دواړو ګاونډیو هېوادونو موافقه وکړه چې؛ د خپل ګډ سرحد په اوږدو کې د تېلو او طبیعي ګاز په زېرمو کې به پلټنې وکړي.

د احمدي نژاد ولسمشري له دوو دورو وروسته پای ته رسېږي او په پام کې ده چې، نوی ولسمشر حسن روحاني د اګست په درېیمه نېټه لوړه وکړي.