د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. ای .اې) یو پخوانی مشر چې په ۲۰۰۳ کال کې د ایټالیا له یوې کوڅې نه په تروریزم باندې د مشکوک مصري ټبري په تښتولو محکوم شوی و؛ په پاناما کې نیول شوی دی.
"رابرټ سیلډن لیډي" چې د ایټالیا په میلان ښار کې د "سي. ای. اې" د دفتر مشر و؛ د روان کال په لومړیو کې د ایټالیا د یوې محکمې له خوا په غیاب کې په ۹ کاله بند محکوم شوی و.
د ایټالیا او پاناما دواړو هیوادونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ تیایید کړه چې ۵۹ کلن لیډې نیول شوی دی.
"سي. ای. اې" وایي، دوی په دي اړه سمدستې څه نه وایي.
مصري ټبری اسامه ناصر په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د میلان ښار له یوې کوڅې نه تښتول شوی و او د تحقیقاتو لپاره مصر ته رسول شوی و.
نوموړی اوه میاشتې په مصر کې له شکنجه کېدو وروسته خوشې شوی و.
ایټالیا د دغې تښتونې په تړاو د "سي. ای. اې" او د امریکا د حکومت ۲۶ تنه مامورین محکوم کړي دي.