په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کننګهم له یو شمېر خبري اژآنسونو سره د جمهور رییس کرزي د دفتر د رییس (کریم خرم) د وروستۍ څرګندونې رد کړې.
په کابل کې د امریکا د سفارت خبرپآڼه وايي چې د افغانستان د تجزیې د امکان په اړه د (یک) په نوم له ټلویزیوني شبکې سره د کریم خرم خبرې هیځ ډول منطق او اساس نه لري.
د امریکا د سفارت په خبر پاڼه کې د جیمز کننګهم په حواله ویل شوي؛ چې امریکا د سوله ییز، متحد او با ثباته افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلي کننګهم دا اصل په افغانستان کې د اوسمهال او راتلونکې لپاره د خپل هیواد د پالیسۍ اساس ګڼلی دی.
په کابل کې د امریکا سفیر پرون (پنج شنبه ) وویل چې د (یک) په نوم له ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالکریم خرم دا خبره بې اساسه ده چې؛ امریکا طالبانو ته برخه ورکول غواړي او دافغانستان د تجزیې فکر لري.