په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند په قاهره او د دې هیواد په نورو لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پلان کړي دي.
دا حزب غواړي، چې له واکه لرې شوی ولسمشر محمد مرسي بېرته واکمن شي.
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور ویلي چې؛ هېواد یې د خپل تاریخ یوې مهمې مرحلې ته ننوځي او پر یو شمېر خلکو یې تور لګولی چې؛ په مصر کې د ګډوډيو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
عدلي منصور چې د روانې (میلادي) میاشتې په څلورمه یې واک ترلاسه کړ پرون خلکو ته په وینا کې وویل؛ چې حکومت د امن د ټینګیدو غوښتنه کوي، ویرې او وحشت ته به نه تسلیمیږي.
عدلي منصور له خپلو خلکو سره ژمنه وکړه چې؛ د هغوکسانوپه وړاندې به چې د چارو په اړه بې تفاوته دي، جدي اقدام وشي.