د لوګر امنیتي مسوولانو په خوښۍ په ولسوالۍ کې اته جسدونه موندلي دي

د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې نن سهار یې د دې ولایت په خوښۍ په ولسوالۍ کې اته جسدونه موندلي دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا کسان مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګار د سیمې اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې مزدوري کوله.

صادق عبدالرحیمزي وویل دا اته کسان نن سهار کله چې د خپل کار د ځای پر لور روان وو له موټر نه کوز کړل شوي او بیا د خوښې ولسوالۍ په دښته کې وژل شویدي.

لاتراوسه د دې کسانو د وژلو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.