راپور: جمیله ظریف
یو شمېر افغانان شکایت کوي چې؛ په کابل او ولایتونو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه کم دي او نشي کولای په اسانی سره کارتونه تر لاسه کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې د رایې ورکوونکو د نومونود لیکلو لپاره یواځې یو څلویښت مرکزونه دي.
په ورته وخت کې د کابل ښار او ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي چې؛ د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو ونډه هم کمرنګه ده.
کابل چې د څه باندې پنځه میلیونو وګړو ښار دی، راتلونکو انتخاباتو ته د رایې ورکونکو د نومونو د لیکلو یوازې درې مرکزونه په کې فعال دي.
ځینې کابل ښاریان شکایت کوي چې؛ دا مرکزونه کم دي او خلک اړ دي چې د نوم لیکنې لپاره له لرو ځایونو دغو څو مرکزونو ته مراجعه وکړي.
یو شمیر کسانو چې د کابل ښار د اتمې او شپږمې ناحیو د نوم لیکنې مرکزونو ته ورغلي و آزادي راډيو ته وویل چې؛ اکثره خلک د لارې لیرې والي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای کارت واخلي.
"۱:- زما نوم منیژه ده دلته د راې ورکونی د کارت اخیستلو لپاره راغلې یم، د لارې لیرې والي په برخه کې ډيرې ستونزې لرو نشو کولی چې راشو او کارتونه واخلو.
۲:- زما نوم عبدالبصیر د اتمې ناحیې اوسیدونکې یم، کابل ډیر لوی ښار دی او دوی یواځې په دریو ناحیو کې مرکزونه جوړ کړي دا باید ډیر شي.
خلک ډیرو ستونزو سره مخ کیږي وایي زه هیڅ کارت نه اخلم هیڅ رایه نه ورکوم، زه به یواځې کارت باندې دومره مصرف کوم هیڅوګ دا کار نه کوي.
۳:- زما نوم ګلدسته ده، د کابل ښار ته په کتو چې یو لوی ښار دی د نوم لیکنې مرکزونه ډیر دي پکې، زمونږ کور ډير لیرې ده همدا اوس مو لاره نشو پیدا کولی بیا پلي راغلو.
زمونږ په سیمه کې ډیر خلک دي چې غواړي کارتونه واخلي خو لآره ډیره لیرې او نشي راتلی نو ځکه خو ټول بې کارتونو پاتې دي."
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې د نوم لیکنې پروسې لپاره یواځې یو څلویښت مرکزونه دي چې دا مرکزونه یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې پرانستل شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون غوښتل چې د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ته د رایې ورکوونکو له سره نوم لیکنه وکړي، خو حکومتي چارواکو وویل چې بودجه ورته نه لري.
اوس د انتخاباتو کمیسیون یوازې هغو کسانو ته کارتونه ورکوي چې د رایې ورکولو پخواني کارتونه یې ورک کړي وي او یا یې هم نوی د رایې ورکولو شرایط پوره کړي وي.
په روانه پروسه کې د ښځو ونډه هم ډيره کمه بلل کیږي.
د کابل ښار په شپږمې او اتمې ناحیو کې مې چې د نوم لیکنې په مرکزونو کې شاوخوا یو ساعت تیر کړ د ګوتو په شمار ښځې مې ولیدې چې خپل نومونه یې ثبت کړل.
خو د شپږمې ناحیې د نوم لیکنې مرکز یو مسوول فرهاد شینواري بیا آزادي راډیو سره په خبرو کې د نوم لیکنې له بهیره خوښې وښودله:
"موږ خپل کار د غبرګولي میاشتې په پنځمه نیټه پیل کړی دی چې له هغه وخت نه راهیسې هره ورځ شاوخوا یو نیم سل او یا یو سلو شپيته تنو پورې د نوم لیکنې لپاره راځي.
څه باندې څلور زره کسانو تر اوسه مونږ سره خپل نومونه لیکلي دي، د خلکو ګډون ډیر زیات دی او دا پروسه ډیره ښه روانه ده، خلک هم خوشاله دي او مونږ هم."
شینواری وایي چې؛ دغه مرکز ته هره ورځ شاوخوا یو سلو پنځوس تنه د نوم لیکنې لپاره ورځي چې پنځوس تنه یې ښځې وي.
د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو د کموالي له امله نه یواځې د کابل ښار اوسیدونکي بلکې د اکثرو ولایتونو اوسیدونکی هم شکایت کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد او د مدني ټولنې ځینو سازمانونو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون ن غوښتي چې د نوم لیکنې مرکزونه باید ډیر شي او څو خلک په اسانۍ نومونه ولیکلای شي.
په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین بیا وایي چې په راتلونکو څو ورځو کې به په ټول هیواد کې د نوم لیکنې د مرکزونو شمیر زیات شي.
د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې پروسې د مرکزونو د کموالي په هکله پداسې حال کې خبرې کیږي چې ولسمشر کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د تشکیل او صلاحیتونو قانون د چهارشنبې په ورځ توشیح کړ.
د انتخاباتو قانون هم ملي شورا د دوشنبې په ورځ تصویب کړ او اوس د توشیح لپاره ولسمشر ته لیږل شوی دی.
د نوم لیکنې مرکزونو د کموالي تر څنګ امنیت بله ستونزه ده چې په یو شمیر لیرې پرتو سیمو کې یې ځینې افغانان په هکله اندیښمن دي.
شاوخوا څلور میاشتې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ټول هیواد په کچه د رای ورکونې د اوو زرو مرکزونو لست د امنیت د ټینګولو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارلی وو.
امنیتي ارګانونو په ټول هیواد کې ددې مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړی خو ویلي یې دي، یوازې په څلورو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې شته او دوی غواړي د انتخاباتو تر رارسیدو پورې یې له وسلوالو مخالفینو پاکې کړي.
خو یو شمیر کتونکي او د حکومت مخالفې سیاسی ډلې بیا د امنیتي ارګانونو دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري.
ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست او ولايتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتې په شپاړسمه نیټه وشي.