د جنوبي افريقا چارواکي: نيلسن منډېلا لا هم په روغتون کې دى

د جنوبي افريقا چارواکي وايي، پخوانى ولسمشر نيلسن منډېلا لا هم په روغتون کې دى او وضعيت يې په ښه کېدو دى.

د ولسمشر جکوب زما له خوا نن په داسې حال کې په دې اړه اعلاميه خپرېږي، چې منډېلا خپله ٩٥مه کاليزه لمانځي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن ميشل اوباما ورته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.