لوګر: اته تنه مزدوران د وسله والو له خوا وژل شوي

د لوګر امنیتي مسوولان وایي چې؛ نن سهار اوه بجې اته تنه عامل وګړي د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا کسان مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګار د سیمې اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې مزدوري کوله.

صادق عبدالرحیمزي وویل، دا اته کسان نن سهار کله چې د خپل کار د ځای پر لور روان وو له موټر نه کوز کړل شوي او بیا د خوښۍ ولسوالۍ په دښته کې وژل شوي دي.

خو د سیمې څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا اته کسان مرکز پل علم پورې اړوند په خضرکلي کې وژل شوي او مړي یې د کلنګار کلي ته لیږدول شوي دي.

که څه هم صادق عبدالرحیمزي د دې کسانو د وژلو مسوول وسله وال طالبان وبلل خو هغوی لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کومې بلې ډلې هم د دې کسانو د وژلو مسوولیت تراوسه نه دی اخیستی.