پاڅون وايي چې؛ که خدای د یو چا له وجوده یو څه اخيستي وي نو یوه بله داسې وړتیا یې د هغوی په وجود کې ايښي وي چې نور په سټه روغ خلک یې نه لري.
دی وايي، له معلولانو سره په مرسته کولو د خوښۍ احساس کوم بيخي داسې لکه نفل مې چې کړي وي.
د روانشناسۍ له نظره معلولین د نورو انسانانو په پرتله ډيرې پاملرنې او احترام ته اړ وي.
ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې؛ دوی ته کوډ، ړوند او شل ویل هم د دوی پر روان بد اغیز کوي. دوی د دې پر ځای چې د داسې نومونو په کارولو یې ناهيلي کړو، باید ویې هڅوو او مینه ورسره وکړو.
معلول یوازې هغه کس نه دی چې؛ د وجود یو غړی نه لري بلکې ځینې ناروغۍ هم معلولیت ګڼلی شو، چې پرې اخته کسانو سره یې باید نرم چلند وشي. دا خبره هم عظيمي کوي.
میثم فابریکه:
وايي روغ صحت نیمه پاچاهي ده، خو که څوک یې له معلولینو وپوښتي ښايي ورته ووايي چې روغه سټه ټوله پاچاهي ده. خو که په کوم چوک کې له ناست مزدوره څوک وپوښتي، ښايي تر دې لوی ارمان به یې بل نه وي چې څوک یې په ولي وټپوي او ورته ووايي چې کار کوې؟ او دی له خوښۍ خپله لمن څنډ وهي او شا ته پسې روان شي.
که په هیواد کې فابریکې ډیرې وي نو کارونه به ډیر وي او چې کارونه ډیر وي نو ځوانان به مو ولې لرې وطنونو ته مسافر وي؟
نن مو یوې داسې فابریکې ته ورولو چې اوسپنه پکې ویلې کیږي او د ودانیو لپاره ګاډر، اينګلارن او ځينې نور توکي پکې جوړيږي او ګڼ ځوانان پکې کار کوي.
د میثم په نوم د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه په کابل کې له هغو څو فابریکو ده چې ګڼ شمیر ځوانان یې په چوکونو کې له ناستي ژغورلي او کار یې ورته پیدا کړی.
دا فابریکه کله جوړه شوې، څومره ځوانان پکې په کار بوخت دي او څه څه کارونه کوي؟ دا پوښتنې د همدې فابریکې مشر پرويز خواجه زاده ځوابوي او وايي چې دوی په ۲۰۰۹ کال فعالیت پيل کړی، د اوسپنې تولیدات لري چې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې مصرفیږي اوسمهال ورسره ۱۴۰ ځوانان په کار بوخت دي.
د مشر له دفتر څو متره هاخوا د ځوانانو د کار ځای او ماشینونه وو، چا زړه اوسپنه ماتوله، چا تر بټۍ رسوله، چا ترې ګاډر او اینګلارن جوړول او چا پرې کول. یو ځوان مې ولید چې لاسي کراچۍ کې یې زړه اوسپنه بار کړې وه، مرکې مې له ده سره په خبرو پېل کړې.
د میثم فابریکې مشر پرويز خواجه زاده وايي، دوی ځکه دا فابریکه جوړه کړه چې خام مواد یې پخپله په افغانستان کې تر لاسه کیږي، خو اوس په دې ګیله من دی چې د افغانستان اوسپنه په قاچاقي ډول نورو هیوادونو ته وړل کیږي، چې باید مخه یې ونیول شي او همدا راز زیاتوي چې که له بهرنیو هیوادونو د راواریدیدونکو توکیو ګمرک لوړ شي نو د دوی توکي به په هیواد کې دننه لا ښه مارکيټ پيدا کړي. خواجه زاده وايي چې د دوی په فابریکه کې به په نږدې راتلوونکي کې لا ډيرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
تاندې څانګې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډيو خپريږي چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.