د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبریالانو ته ویلي دي چې؛ د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي د استخباراتي ادارو ترمنځ له ناندرو ډیرې مهمې دي.
پوتین د چارشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت د پخواني قرادادي او ددې ادارې د پټو اسنادو د افشا کونکې اډواررډ سنوډن پر سر د راپورته شوې جنجالونو په اړه خبریالانو ته خبرې کولې.
د امریکا د استخباراتو دغه پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن د جون له درویشتمې نیټې څخه د مسکو د هوايي ډګر په ټرانزیټ سیمه کې اوسي او په روسیه کې یې د موقتې پنا غوښتنه کړې ده.
پوتین وویل نوموړې د امریکا سره د اړیکو په پراخولو تمرکز کوي او خپلې هغه ژمنې یې تکرار کړې چې سنوډن ته به د مسکو او واشینګټن ترمنځ د اړیکو د خرابولو لپاره د هیڅ ډول کړنې اجازه ورنه کړي.
د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني د واشینګټن دریځ تکرار کړ چې سنوډن دې امریکايي چارواکو ته وروسپارل شي او د حکومتي ملکېت د غلا کولو او د پټو معلوماتو د رسوا کولو په تورونو دې محاکمې ته مخ شي.