کري وايي، اسرايیل او فلسطینیان د سولې د خبرو اترو بیا پیلولو ته نژدې کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، اسرايیل او فلسطینیان د سولې د خبرو اترو بیا پیلولو ته نژدې کېږي.

د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس او عربي استازو سره له لیدنې وروسته په عمان کې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال جان کري وویل، دا هیلمن دی چې دواړه خواوې زر په یو میز خبرو ته کېني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عرب لیګ چارواکو ته د عربو او اسرایلو ترمنځ د سولې د هغه پراخ پلان په اړه تازه معلومات ورکړل چې د سعودي عربستان او د اردن د پاچا عبدالله له خوا پیشنهاد شوی دی.

د مصر په اړه جان کري وویل، دا ډیره وختي ده چې؛ د مصر د نوې موقت حکومت په اړه چې د سې شنبې په ورځ یې لوړه وکړه قضاوت وکړي:

"موږ غواړو چې هر څوک دې برخه ولري، موږ د سیاسي نیونو په اړه اندېښنه لرو، د خلکو د ازادۍ په اړه هم اندېښنه لرو باید هر څوک وکولی شي په سیاسي چارو کې برخه واخلي. ځکه موږ فکر کوو چې د مصر د زړه او روح د بیا فعالیدو لپاره دا مهمه برخه ده. نو زموږ هیله دا ده چې په راتلونکو ورځو کې به وضیعت تر دې ډير روښانه شي."


نوموړې وویل، په مصر کې د کورنۍ جګړې امکان د امریکا له خوا ددې هیواد د وضیعت ارزیابي پیچلې کړې ده.

د مصر موقت حکومت د جولای په دریمه نیټه د ولسمشر محمد مرسې له واک څخه له لرې کېدو وروسته رامنځ ته شوی دی.