ټاکل شوې ده چې؛ په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز به د راتلونکې شنبې په ورځ د افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.
پرون چارشنبې په اسلام اباد کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هیګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې سرتاج عزیز وویل، له افغان چارواکو سره په لیدنو کتنو کې به هڅه وکړې چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر لپاره زمینه برابره کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
سرتاج عزیز وویل، تمه لري چې په قطر کې به د طالبانو دفتر بیرته پرانیستل شي. د نوموړې په وینا پاکستان له امریکا او بریتانیا سره په ګډه هڅې کوې چې د افغانستان د سولې لپاره خبرې اترې پیل شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ هم په دې خبرې غونډه کې په افغانستان کې د سولې د بهیر بریالیتوب د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه وباله او ویې ویل بریتانیا د کابل او اسلام اباد تر منځ د ښو اړیکو د تینګیدو هڅې کوي.
د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوې حکومت تر دې مخکې هم ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو ولسمشر حامد کرزي ویلي په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړې خو سفر یې باید مثبت نتایج ولري.