سعودې عربستان سږکال حج ته د افغان حاجیانو برخه شل فیصده کمه کړي

د حج او اوقافو وزارت وایي، چې سږکال به له افغانستان نه څلرویشت زره افغانان دحج د فریضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د حج او اوقافو وزیر محمد یوسف نیازي نن خبریالانو ته وویل چې؛ سعودې عربستان سږکال حج ته د حاجیانو برخه شل فیصده کمه کړي.

هغه وویل چې سعودي عربستان دغه پریکړه په مسجدالحرام کې د انکشافي کارونو، ترمیماتو او نورو تخنیکي چارو د بشپړولو لپاره کړې ده.

د راپورونو له مخې پخوا تر دې به هر کال څه باندې دیرش زره افغانان سعودي عربستان ته د حج د فریضې لپاره تلل.
یو ځل.
د کورنیو چارو وزارت وایي هر کله چې ولسمشر د نفوس شمیرنې د ثبت قانون توشیح کړ دوی به د الکترونیکي تذکرو ویش پیل کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن آزادۍ راډيو ته وویل چې د الکترونکي تذکرو د ویش په برخه کې د ځنډ اصلي لامل همدغه قانون وو چې دوه ورځې مخکې د ولسي جرګې لخوا تصویب شو.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکي هم وایي چې د دې تذکرو د ویش په برخه کې باید بیړه وشي ځکه دوی وایي چې د الکترونیکي تذکرو ویش په انتخاباتو کې د شفافیت ضمانت کولی شي.
یو ځل.
د لوګر چارواکي وایي چې تیره شپه دولس تنو وسله والو مخالفنیو غوښتل د دې ولایت په امینتی کمربند برید وکړي چې هدف ته له رسیدو مخکې ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش آزادۍ راډيو ته وویل چې په وژل شوو کې د سباوون په نامه د برید کوونکو مشر هم شامل دی.
غږ:-
درویش وایي چې دغه کسان تیره شپه یوولس بجې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې هدف ته له رسیدو مخکې د کشفي ارګانونو لخوا ووژل شول.