د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري عرب مشرانو ته د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیل کولو په اړه د خپلو هلو ځلو معلومات ورکړل.
کري نن (چهارشنبې) د اردن په مرکز عمان کي د عربي اتحاد مشرانو ته د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د سولې د هغه
پراخ پلان په اړه معلومات ورکړل چې سعودي عربستان او د اردن پاچا عبدالله برابر کړیدی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د مصر د شخړې په اړه د واشګټن د دریځ او د سوریې د رژیم له مخالفانو سره د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.
جان کري په سوریه کي د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو په مقصد د یوه نړیوال کنفرنس د جوړولو د هلو ځلو یادونه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ په عمان کي د اردن د بهرنیو چارو له وزیر ناصر جوده او د فلسطیني اداري له مشر محمود عباس سره هم خبرې کړې وې.
دا مهال اسرائیلو ته تګ د ده د د سفرپه پلان کې نه دی شامل. له کومې ورځې چې جان کري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په دندې ټاکل شوی، دا یي منځني ختیځ ته شپږم سفر دی.