کوبلر: په عراق کې د شخړو زیاتیدل د سوریې له شخړو سره تړاو لري

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو استازی وایي، په دې هېواد کې د شخړو زیاتیدل د ګاونډي هېواد سوریې له شخړو سره تړاو لري.

مارتین کوبلر د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته دغه راز وویل، په تیرو پنځو کلونو کې، لږ ترلږه وروستۍ څلور میاشتې په عراق کې تر ټولو خونړۍ میاشتې دې چې شاوخوا دري زره کسان په کې وژل شویدي.

کوبلر په عراق کې د خپل ماموریت تيرو دوو کلونو ته په کتنې وویل، نوي کیمپ ته د ایران د رژیم د مخالفې ډلې مجاهدین خلق د غړیوپه انتقال سره د سترې وینې توېدنې مخه نیول شویده.

ده د جرمنې او البانیا د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې د مجاهدین خلق د شاوخوا دري سویو کسانو له منلو سره یي موافقه کړیده.

کوبلر د ملګرو ملتونو په ټولو غړیو هیوادونو غږ وکړ چې په عراق کې د مجاهدین خلق له دري زرو څخه زیات کسان دي ومني.