د اروپایي اتحادیي د بهرنیو اړیکو مشره کاترین اشټن نن په قاهره کې د مصر د موقت حکومت له چارواکو سره خبرې کوي.
آشټن د موقت حکومت له لوړې څخه یوه ورځ وروسته قاهرې ته ځي.
دا د صدراعظم حاظم الببلاوي پر مشرۍ لومړنی حکومت دی چې د جولاي له دریمې نیټې وروسته یعني د پوځ له خوا د جمهور رئیس محمد مرسي له لیري کیدو وروسته جوړ شو.
د محمد مرسي ملاتړې اخوان المسلیمن ډلې د سه شنبې په ورځ د موقت حکومت کابینه نامشروعه وبلله.
د پوځ لوي درستيز عبدالفتاح السیسي چې د مرسي د لیری کولو اصلي طراح بلل کیږي، په موقت حکومت کې د صدراعظم د مرستیال او دفاع وزیرپه دندې ټاکل شویدی.
نبیل فهمي چې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۸ کلونو مودې کې په امریکا کی د مصر سفیر و، د بهرنیو چارو د وزیر دنده ورکړل شویده.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد ابراهیم د مخالفانو له غوښتنې سره سره چې د هغه د لري کیدو غږ یي کړی، په خپلې څوکۍ پاته شوی دی.