د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر نن په منځني ختیځ کې خپلو تازه هلوځلو ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې ده چې جان کري به د اردن په پایتخت عمان کې د عربي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره غونډه وکړي.
ددغو خبرو اترو موضوع د اسرایل او فلسطنیانو تر منځ د سولې د پروسې بیا پیلول دي.
د مصر وروستي حالات او په سوریه کې روان وضیعت هم د امریکا او د عرب لیګ د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو په اجنډا کې ځای لري.
جان کري تیره ورځ په اردن کې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او د فلسطیني ادارې له مشر سره کتنه درلوده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته دا منځني ختیځ ته د جان کري شپږم سفر دی.