د ترکيي پولیسو ۳۰ کسان په استانبول کې د وروستیو مظاهرو په تړوا نیولي دي

د ترکيي خبري رسنۍ وايي پولیسو دیرش کسان په استانبول کې د وروستیو مظاهرو په تړوا نیولي دي.

د راپورونو له مخې پولیسو د لیلیو په شمول پر زیاتو سیمو چاپې وهلي او سلګونه کسان يې د لنډ وخت لپاره توقیف کړي دي.

په تیره مۍ میاشت کې سلګونو کسانو د استنبول په یوه پارک کې د پراختیايي کارونو پر ضد سوله ائیزې مظاهرې پیل کړې خود رجب طیب اردوغان د حکومت ضد د مظاهرو دا لړۍ د ترکې نورو ښارونو ته هم وغزیده .

د ګڼ شمېرهېوادونو د انتقادونو سره سره د ترکي حکومت بیا هم ټنیګار کوي چې؛ پولیسو د دغو مظاهرو پر وړاندې مناسب چلند کړی دی.