د مصر د موقت حکومت کابیني پرون لوړه وکړه

د مصر د موقت حکومت کابیني پرون لوړه وکړه.

د مصر د پوځ لخوا له واک څخه د محمد مرسي له لرې کولو راپدیخوا دا ددې هیواد لومړنۍ موقت حکومت دی چې د هیواد چارې پر غاړه اخلي.

د موقت حکومت غړو په داسې حال کې د لوړې مراسم ترسره کړل چې پرون هم د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو په قاهره او نورو ښارونو کې خپلو لاریونونو او مظاهرو ته دوام ورکړ.

د مصر د موقت حکومت مشري صدراعظم حازم الببلاوي پر غاړه لري.