د انتخاباتو کمیسون: د تشکیل او صلاحیتونو تصویب شوي قوانین ځینې تخنیکي ستونزې لري

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي، د انتخاباتو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو قوانین چې؛ د ملي شورا له خوا تصویب شویي ځینې تخنیکي ستونزې لري.

د دې کمیسون ویاند آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ تر اوسه دغه قوانین دوی ته ندی رسیدلي او هر کله یې چې تر لاسه کړل نو په هکله به یې پریکړه وکړي.

د ملي شورا یوې ګډې کمیټې د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ او تر هغې مخکې یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو او تشکیلاتو قانون تصویب کړی و.