په ۹ هېوادونو کې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې په تور ۲۵۵ کسان نیول شوي

امریکايي چارواکي وايي چې، په متحدوایالاتونو او اتو نورو هېوادونو کې په عملیاتو کې یې له ماشومانو څخه په جنسي استفادې مشکوک دوه سوه پنځه پنځوس کسان نیولي دي.

د امریکا د مهاجرت او د ګمرکاتو مسوول مشر "جان مارتون" پرون وویل؛ دا عملیات د هغو کسانو د نیولو لپاره وو، چې له وړو ماشومانو څخه په آنلاین ناوړه کار اخیستنه او د ماشومانو د لوڅو فلمونو په تولید یا تجارت کې لاس لري.

مارتون په یو بیان کې ویلي دي چې؛ په دې عملیاتو کې یې یوشپېته ماشومان ژغورل شوي دي. د بیان له مخې اکثریت تورن په امریکا کې او یوشمېر نور په برازیل، کاناډا، اسراییلو، مکسیکو، فلیپین، سنګاپور، جنوبي کوریا او ټایلنډ کې نیول شوي.

د مارتون په وینا، په نیول شویو تورنو کې د نهو ښوونکو او درېیو دیني عالمانو په ګډون اولسو تنو په خپلو ټولنو کې بااعتباره دندې لرلې.