د انتخاباتو قانون د توشېح لپاره ولسمشر کرزي ته استول کیږي

په پام کې ده د انتخاباتو قانون نن د توشېح لپاره ولسمشر ته وړاندې شي.

د ملي شورا ګډې کمېټې پرون وويل، د انتخاباتو د قانون پر اختلافي ټکو توافق ته رسېدلې او د ولسمشر توشېح ته چمتو شوى دى.

د مشرانو جرګې او د دې ګډې کمېټې غړي مولوي غلام محى الدين منصف ازادۍ راديو ته وويل؛ دغه قانون به نن ولسمشر ته وړاندې شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له ملي شورا څخه غوښتنه کړې وه، چې دغه قانون ژر تر ژره تصويب کړي.

ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمريز کال د وري يا حمل پر ١٦مه وشي.