دفاع وزارت په ملي اردو کې د ورانکارو د نفوذ د مخنیوي لپاره تدابیر سنجولي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په ملي اردو کې يې د ورانکارو کسانو د نفوذ د مخنيوي لپاره خاص تدابير سنجولي دي.

په وروستيو کې د افغانستان په لوېديځ کې د ملي اردو يوه لوړ رتبه مقام پر پاکستان تور ولګاوه، چې ځينو کسانو ته جعلي کارډونه جوړوي، څو د تروريستي کړنو لپاره په افغان قواوو کې نفوذ وکړي.

د دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل؛ اوس دوى د جلب او جذب، دغه راز پر سرتېرو د څارنې ميکانيزم سخت کړى دى.

د تېرې يکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب لوېديځ حوزه کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد ويلي وو، چې پاکستان هڅه کوي له جعلي کارډونو په استفادې ځينې کسان د تروريستي کارونو لپاره د افغان قواوو په ليکو کې وګماري.