د "نتالیا استیمرووفا" د مرګ په اړه ضد او نقیض بیانونه ورکړل شويدي

د بشري حقونو د روسي الاصله چيچنيايي فعالې، "نتاليا استيمرووفا" د نيول کېدو پر څلورمه کاليزه، د هغې د مرګ په اړه د څېړنې پر څرنګوالي ضد او نقيض بيانونه ورکړل شوي دي.

هغه د ٢٠٠٩م کال د جولاى پر ١٥مه د چيچنيا په مرکز "ګروزني" کې نيول شوې وه؛ خو په بله ورځ يې مړى په "انګوشيتيا" کې وموندل شو.

د بشري حقونو د هغه مرکز مشر چې نتاليا په کې کار کړى، پرون وويل، د هغې د مرګ په اړه څېړنې ځنډول شوې دي.

"الکسنډر چرکاسوف" وويل، د چارواکو له خوا لومړني نتايج څرګندوي چې؛ ممکن په دې جرم کې د قانون نافذوونکي سيمه ييز چارواکي لاس ولري.

چرکاسوف سخت دريځي وسله وال په دې وژنه تورن کړل. خو د روسيې د تحقيقاتو کمېټې وياند د چرکاسوف پرونۍ څرګندونې رد کړې او د مېرمن نتاليا احتمالي قاتل يې "الخازر باشايف" وباله؛ چې وايي، د مطلوبو کسانو په ليست کې ورزيات شوى:

”د دې جنايي قضيې څېړنه نه ده درول شوې. څېړونکي ډاډمن دي، چې الخازر باشايف په حقيقت کې په دې جرم کې شريک دى. تر اوسه پر راټولو شويو شواهدو او مدارکو ډاډمن چې د پېښې په ځاى کې د وژونکي وسله هم په کې شامله ده، ډاډمن يو. د DNA او نورې ازموينې هم شوې دي، له زرو زياتو شاهدانو سره مرکې شوې دي. دا او نور شواهد په څرګنده د څېړونکو نتيجه ګيري تاييدوي.“

روسي چارواکي ګومان کوي چې، په دې وژنه تورن کس باشايف به دا مهال په فرانسه کې وي.