په کندز ولایت کې یو سړی او دوې ښځې د یوه تن د قتل په تور نیول شوي

د کندز امنیتي چارواکي وایي، درې تنه په دې ولایت کې د قتل په تور نیول شوي دي.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني آزادي راډیو ته وویل؛ دا کسان چې یو نارینه او دوې ښځي دي، کابو یوه میاشت مخکې له کابله کندز ته تښدیدلي وو.

پر نیول شوي نارینه دا تور دی چې، د کندهار یو اوسیدونکی یې په کابل کې وژلی او وروسته یې د هغه میرمن کندز ته تښتولی وه.

خو دا کسان پر ځان لګیدلي تورونه ردوي او وایي چې؛ هغه کس د کابل کندهار پر لویه لار د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی و.