نتنیاهو وايي د ایران پر نوي ولسمشر (حسن روحاني) باور نه لري


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي چې؛ د ایران پر نوي ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني باور نه لري.

نتانیاهو حسن روحاني ته د (پسه په پوستکي کې لیوه) خطاب کړی دی.

د اسراییل صدراعظم پرون د امریکا له (سي بي اس) ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل:

"حسن روحاني پر مخکني ولسمشر انتقاد کوي چې؛ د لیوه په پوستکي کې لیوه وو؛ خو د روحاني ستراتیژي دا ده چې، د پسه په پوستکي کې لیوه وي. دی به په خندا خندا کې بم جوړوي."

بنیامین نتانیاهو یو وار بیا پر ایران تور ولګاوه چې؛ د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د پروګرام پراختیا ته یې دوام ورکړی دی.

د اسراییل صدراعظم زیاته کړه چې ایران د اټمي بم جوړولو ته د نږدې کېدو په حال کې دی او د ایران د اسلامي جمهوریت اټمي پالیسۍ به د حسن روحاني په تر مشرۍ لاندې حکومت کې بدلې نه شي.

حسن روحاني به د اګست په میاشت کې حکومت پيل کړي.

د اسراییل صدراعظم پر نړېواله ټولنه غږ وکړ چې؛ پر ايران فشار زیات کړي، لا سخت بندیزونه پرې ولګوي او د پوځي اقدام ګواښ ورته وکړي.