پاکستان د افغان ملي اردو په لیکو کې د نفوذ په هڅه کې دی

د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان پاکستان د ملي اردو په لیکو کې د تروریستي حملو په تنظیمولو تورنوي.

تورنجنرال تاج محمدجاهد پرون وویل؛ پاکستان له وسله والو سره مرسته کوي چې؛ دا حملې د ملي اردو د جعلي کارتونو په جوړولو سره تنظیم کړي:

"په دې وروستیو کې پاکستان د هغو اطلاعاتو له مخې چې موږ ته له پاسه رارسېدلي؛ دښمن داسې پلان لري، چې د ملي اردو د موټرو او سرتېرو د جعلي کارتونو په وسیله غواړي د ملي اردو او د نورو امنیتي ځواکونو په قطعو او جزوتامونو کې حملې وکړي."

جنرال جاهد وايي، چې د دې حملو د مخنيوي لپاره یې خاص تدابیر نیولي دي.

پاکستاني چارواکو تراوسه د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې د افغان حکومت دا ادعاوې رد کړې دي؛ چې وايي، وسله وال له هغه هېواده افغانستان ته استول کېږي.