د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې؛ شپاړس تنه مشکوک وسله وال د افغانستان سرحد ته په نژدې سیمو کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دا کسان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او د پاکستاني ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د خبر له مخې نهه کسان په شمالي وزیرستان کې د شنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول. په دوی کې دوه تنه بهرنیان وو چې؛ هویت یې نه دی روښانه شوی.
یوه امنیتي مقام ویلي چې، دا کسان به ښايي عربان وو، خو یو بل مقام بیا ویلي چې، دوی ترکمنان وو.
له بلې خوا د پاکستان د هوايي ځواک جټ جنګي الوتکو پرون سهار د اورکزیو، خیبر او کرمې اېجنسیو په غرنیو سیمو کې د وسله والو پر مرکزونو بمباري کړې. پوځ وايي، چې په دې پوځي عملیاتو کې لږترلږه اوه تنه افراطي وسله وال وژل شوي دي.