د مصر لوی څارنوال د اخوان المسلمین د مشر محمد بديع په ګډون د دې ګوند د څوارلسو مشرانو د شتمنیو د کنګل کېدو امر کړی.
په دې ډله کې د بدیع مرستیال خیرت شاطر Khairat El-Shater او د اخوان المسلمین د سیاسي څانګې مرستیال مشر حسام العِریان Essam El-Erian هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې مصري څارنوالان د لېرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي پرضد د جرمي شکایتونه څېړي.
د مصر لویې څارنوالۍ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې؛ د پر مرسي په لګېدلو تورونو کې جاسوسي، په هېواد کې د خونړي تشدد پارونه او د هېواد د اقتصاد ویجاړول شامل دي. د څارنوالۍ په بیان کې د بدیع او اوه تنو نورو اسلامپالو نومونه هم شامل وو.