د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په یوه بیان کې چې؛ پرون د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ پر حکومت تور ولګاوه چې د خپل قدرت د دوام لپاره د لویې جرګې د رابللو هڅې کوي.
د افغانستان د دولت د ریاست چارواکو که څه هم د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د شورا د چارواکو څرګندونې رد کړي خو په دې برخه کې ځینې پوښتنې هم شته چې بحث پرې کېدای شي.