"په واک کې د ولسمشر د پاتې کېدو په اړه د سیاسي ډلو اوازې بې اساسه دي"

د افغانستان جمهوري ریاست د سیاسي ګوندو اواتلافونو د همکارۍ شورا هغه خبرې رد کړې؛ چې ویلي یې دي، ولسمشر حامد کرزی په واک کې د پاته کیدو لپاره لویه جرګه جوړوي.

که څه هم ځینې سیاسي ګوندونه د راتلونکې لویې جرګې د څرنګوالي په اړه اندیښمن دي؛ خو د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې؛ دغه جرګه یوازې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه د نظر پوښتلو لپاره جوړیږي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د سیاسي ګوندونو دغه ډول اوازې چې ولسمشر غواړي په قدرت کې پاته شي؛ بې اساسه دي.

"افغانستان حکومت او خپله ولسمشر کرزي په وار وار ویلي؛ چې د لویې جرګې جوړیدل یوازې د دې لپاره دي، چې د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي سند په اړه نهایي پریکړه وشي.

زه بیا ټیګار کوم چې دا لویه جرګه په همدې دلیل جوړیږي."

افغان حکومت دا مهال له امریکا سره د امنیتي سند په اړه څلورم پړاو خبرې ځنډولي دي او وایي دغه خبرې به هغه وخت بیرته پيل شي چې طالبان د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرې پیل کړي.

ولسمشرحامد کرزي څه موده وړاندې وویل، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ورڅخه غوښتي چې دغه سند باید تر راتلونکي اکتوبر میاشتې پورې نهایي شي.

خو د جمهوري ریاست چارواکي وایي، دوی په دې برخه کې له ډیر دقت او احتیاط څخه کار اخلي او په دې اړه پریکړه د لویې جرګې کار بولي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل، چې تراوسه ددغې لویې جرګې د جوړیدو نیټه نه ده ټاکل شوې.

"د لویې جرګې جوړیدل یوه وړه موضوع نده چې هیڅ څوک پرې خبر نه شي، موږ ملي شورا، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او اذادې رسنۍ لرو، دا یوه مهمه موضوع ده، کله چې د لویې جرګې چمتوالی پیلیږي ټول به پرې خبر شي.

خو تراوسه د لویې جرګې جوړیدو ته نیټه نده ټاکل شوې."


افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیک سند په اړه هم مشورتي لویه جرګه جوه کړه او ګډونوالو یې حکومت ته دا مشوره ورکړه چې له امریکا سره ستراتیژیک سند لاسلیک کړي.

د مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې هم داسې اوازې خپرې شوې چې ولسمشر غواړي په دې جرګه کې د اساسي قانون ځینې مادې بدلې کړي او واک کې د پاته کیدو لپاره ځان ته زمینه برابره کړي.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې دوی د امنیتي سند لاسلیک ته بیړه نه لري او زیاته کړې وه چې امریکا کولای شی دغه سند له راتلونکي منتخب حکومت سره هم لاسلیک کړي.

راپور: اسدالله لودین