ضیا مسعود: حکومت غواړي خپل قدرت د دوام لپاره لویه جرګه راوغواړي

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ایتلافوونو د همکارۍ شورا ادعا کوي؛ چې حکومت غواړي خپل قدرت د دوام لپاره لویه جرګه راوغواړي.

د ملي جبهي مشر او د دې شورا غړی احمد ضیا مسعود وايي چې؛ ځیني کړۍ غواړي چې، د دودیزې جرګي له لارې د نظام پاتې کېدو ته مشروعیت ورکړي.

تراوسه د جمهوري ریاست چارواکو د دوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو جمهور رییس حامد کرزي څو څو ځلې ټینګار کړی چې؛ غواړي په خپل وخت انتخابات وشي.