د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې یوه غیردولتي سازمان له شاوخوا درې سوو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې؛ د جمعیت اصلاح په نوم د دې سازمان له خوا په دې مرستو کې وریجې، لوبیا، خورما او نور خوراکي شیان شامل دي.
یاد سازمان دغه مواد د شتمنو خلکو د صدقې او مرستو په پيسو رانیولي دي او اوس یې په بې وزلو ویشي.
تر دې مخکې داسې راپورنه ورکړل شوي دي؛ چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي.