په عراق کې د سنیانو پر جوماتونو بمي حملو کې شل تنه وژل شوي دي

عراقي چارواکي وايي، په بغداد کې بمي حملو، چې د سنیانو په جوماتونو کې وشوې، څه باندې شل تنه وژلي دي.

راپورونه وايي چې، شپاړس تنه پرون په لومړنۍ چاودنه کې ووژل شول چې؛ د بغداد د خالد بن ولید په جومات کې وشوه.

چاودنه د ماخوستن تر لمانځه لږ وروسته وشوه.

د چارواکو په وینا، له دې پښې څو شېبې وروسته پنځه تنه په بله چاودنه کې، چې د بغداد په ملا هیوش جومات کې وشوه، ووژل شول.

تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې؛ دا چاودنې چا کړي دي.