"امریکا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د پلار لمن نیولې"

په کابل کې د نن چاپ خپرو شویو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو او د افغانستان په نا امنیو کې د پاکستان د لاسوهنو ته ځانګړي کړي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې "امریکا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د پلار لمن نیولې" تر سرلیک لاندې مطلب کې خبر ورکړی چې؛ په قطر کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د خبرو تر ځنډېدو وروسته امریکا د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره نوې هڅې پیل کړي، ورځپاڼه وړاندې لیکي، په پاکستان کې د امریکا سفیر "ریچارډ اولسن" په راولپنډی کې د طالبانو د معنوي پلار مولانا سمیع الحق لیدو ته چې په دغه ډله کې ښه نفو‌ذ لري تللی او د دوه ساعته کتنې په موده کې یې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره ترې مرسته غوښتې.

ماندګار:

ماند ګار ورځپاڼه "د کابل او واشنګټن د اړیکو ترینګیدل یا زرګري جنګ" ترسرلیک لاندې خپله سرمقاله کې په دې ټینګار کوي چې؛ جمهور رییس کرزی د خپل جمهوري ریاست په وروستیو کې غواړي څه نا څه دا امتیاز له امریکې واخلي چې د سولې د خبرو مشري ورته وسپاري.

سر مقاله لیکونکی په دې باور دی چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته سوله د افغانستان لپاره اړینه ده؛ خو وړاندې لیکي، چې د دې لپاره ملي او نړیوال همغږي ته اړتیا شته.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا "د سولې په اړه اوسنۍ هڅې بې پایلې دي" تر سرلیک لاندې مطلب کې د ملي شورا له وکیلانو څخه په نکل لیکلي چې؛ دغه بهیر دې ولسي جرګې ته وسپارل شي.

ملي باور:

ملي باور ورځپانې بیا د "طالبانو ولې په جګړې زور اچولی" تر سرلیک لاندې په خپلې سر مقاله کې لیکلي؛ له څو مودې راهیسې چې د سولې خبرې سړې شوي؛ نو ورسره جوخت وسله والو طالبانو د جګړې سنګرونه تاوده کړي. ورځپاڼه وړاندې لیکي چې داسې نښې شته چې دا مهال پاکستان وسله والو ډلو سره خپل ملاتړ پراخه کړی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د پاکستان د پخوانې پوځي مشر پرویز مشرف څخه په نکل طالبان د هغه ستراتیژیکه شتمني ګڼلې او ویلي یې دي، چې خپلې نقشې پرې پلې کولای شي.

محور:

محور ورځپاڼه "د طالبانو په سنګر کې د پاکستاني جنرال مړی" تر سرلیک لاندې؛ د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني پوځي او استخباراتي غړو پر شتون ټینګار کوي او لیکي چې، د وردکو په جغتو ولسوالۍ کې تر عملیاتو وروسته د دوو پاکستاني پوځیانو جنرال ریا‎ض او ملنګیار مړي وموندل شول.

د مطلب لیکوال په دې باور دی چې؛ د دغو طالبانو په منځ کې د پاکستاني جنګیالیو سربیره نور بهرني استخباراتي جنګیالي هم پیژندل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي په لوګر، وردکو او غزني کې پاکستاني پوځيان د سرک د غاړې ماینونه جوړوي؛ محلي جنګیالیو ته د درنو وسلو روزنه ورکوي او په عامه تاسیساتو اکثریت بریدونه ددوی له خوا تنظیمیږي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼه په یوه مطلب کې په دې ټینګار کوي چې؛ د پاکستان څارګره اداره یا "آی. اېس. آی" د ترهګرو ډلو په انسجام، روزنه او تجهیز کې خلاص لاس لري.

ورځپاڼه د سیاسي چارو د ښنونکي مطیع الله خروټي څخه په نکل لیکي چې؛ که د "آی. اېس. آی" سازمان له نړی ورک شي؛ نو ترهګري به له نړی ورکه شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې بیا راغلي چې؛ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټي یوه جګپوړي غړي د اوباما د ادارې هغو ملکي او پوځي مسوولینو ته چې د افغانستان د حالت په باب دې مجلس ته بلل شوي وو؛ وویل، په افغانستان کې د حقاني ډلې ټول بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا نتظیمیږي او مونږ باید دغه ستونزه حل کړو.