ولسمشر کرزی: افغانستان او پاکستان باید د افراطیت پرضد یو موټی او رېشتینې مبارزه وکړي

جمهور رییس حامد کرزی وایي، افغانستان او پاکستان باید د تروریزم او افراطیت له ګډ ګواښ سره یو موټی او صادقانه مبارزه وکړي.

جمهور رییس کرزی د یوې فعالې ملالې یوسفزۍ د شپاړسمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام ورکړی او ویلي یې دي، چې پوهنې په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم له لاسه ډیر زیانونه لیدلي دي.

په دې اړه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې دغه راز د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي؛ چې له تروریزم څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل د هیڅ هیواد په ګټه نه دی.

پر ملالې یوسفزې تیر کال کله چې هغه د سوات د مینګورې په سیمه کې له ښونځي څخه کورته روانه وه، د وسله والو طالبانو لخوا حمله وشوه او په سر ټپي شوه.

نوموړې اوس په بریتانیا کې اوسیږي او ویلي یې دي، چې په افغانستان او پاکستان کې به د نجونو د زده کړې لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.