پکتيا: ښځې د کار لپاره له کوره وتلاى شي ښوونځي ته نه شي تلاى

د ځوان فکر خپرونې درنو اورېدونکو، د نن ورځې او دې اوونۍ د دې خپرونې موضوع په پکتيا کې د ښځو او نجونو ټولنيز وضعيت ته ځانګړې شوې، په پکتيا کې ښځې له کوره د باندې شاقه يا درانده کارونه کوي، ولې کورنۍ يې ښوونځيو ته نه پريږدي چې د کور نه وتل ورته شرم دی.

په داسې حال کې چې ښځې له کوره د باندې درانده کارونه کوي، لکه له غرونو څخه لرګي راوړل، په پوله پټيو کې کار کول، لو کول، له لرو لرو کاريزونو يا چينو څخه د څښاک له پاره اوبه راوړل دا ټول کارونه کوي.

دې خلکو ته په دې شرم نه دريږي ولې که نجونې يې ښوونځيو ته د زده کړې په موخه ځي بيا نو په دې د شرم احساس کوي او ښځې په ټولنيز ژوند کې له کومو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، په دې خپرونه کې به يې واورئ .

Your browser doesn’t support HTML5

ځوان فکر - د چنګاښ ٢١ مه