ننګرهار: حصارک ته درنې او سپکې وسلې ولیږدول شوې


راپور: شاه محمود "شینواری" جلال اباد

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د حصاک ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د حمایت په موخه د پنجشنبې په ورځ درنې او سپکې وسلې استولي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، چې دغه وسلې يي د ملي اردو په نظامي چورلکو کې حصارک ولسوالۍ ته استولي، تر څو د ولسوالۍ امنيتي ځواکونه د وسلو او مهماتو له پلوه پوره حمایه شي:

"حصارک ولسوالۍ ته له تیرو څو ورځو راهیسې د وسلو مرسته روانه وه،چې نن هم درنې او سپکې وسلې د ملي اردو په چورلکو کې د ایساف ځواګونو په مرسته استول شوي دي او په اینده کې به نورې مرستې هم دې ولسوالۍ ته کېږي."

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف هم دا مني،چې یادې ولسوالۍ ته وسلې استول شوي،ولې په خبره يي، چې د وسلو او مهماتو دا مرسته ورته کافي نه ده او باید نورې مرستې هم ورسره وشي:

"په دوه طیارو کې یو څه مرسته راغله ولې دا کافي نه ده دوی که دې ته مرسته وايي، چې یو څه مهمات او لس تنه سرتیری راواستوي دا ډیر کم دي او بل د عسکرو تبادله پاتې ده،باید هغه پخواني عسکر راشي او نوي واستول شي"

بل خوا د والي ویاند احمدضیا عبدالزي د ولسوال هغه خبرې هم رد کړې،چې دوه تېره ورځ يي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې وې.

عبدالزی وايي، چې د ولایت مقام له ولسوالۍ سره اړیکه نه ده قطع شوې او د ولسوال خبرې له احساساتو ډکې وې:

"بله مهمه خبره داده،چې ولایت مقام له ولسوالۍ سره اړیکه لري تر اوسه قطع شوې نه ده،د حصارک ولسوال ددې نظام ولسوال دی هغه،چې څه خبرې کړي هغه له احساساتو ډکې دي ولې اساس نه لري."

د حصارک ولسوال ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې دغه ولسوالۍ له تېرو اوو میاشتو راهیسې د وسله والو لخوا کلابنده ده او په وار وار يي ولایتي چارواکونه د وسلو او مهماتو د مرستو غوښتنه کړې،ولې هغوی ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې،چې ولایتي چارواکو د ولسوال دغه خبرې بې اساسه وبللې.