له عراقه د تشدد په پېښو کې د ۲۰ کسانو د مړینې خبرونه را رسېدلي

له عراق څخه د تشدد په څو پېښو کې د شلو کسانو د مړینې خبرونه رارسېدلي.

امنیتي چارواکي وايي، چې د پلازمېنې بغداد د شمال لویدیځ په ۲۲۰ کېلومترۍ کې په باروانه ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې درې سرتېري مړه او څلور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا له دې وروسته همدا وسله وال د تېلو د پایپلاین د ساتونکو ځای ته ورغلل، او یوولس ګارډان یې په ډزو ووژل.

پرون ناوخته په چاودېدونکو موادوبار یو موټر د بغداد د شمال ختیځ په مقدادیه سیمه کې د شیعیه ګانو د جنازې په مراسمو کې وچاودېد او کله چې مرستندویان او امبولانسونه د پېښې ځای ته راورسېدل، یوه ځان وژونکي خپل ځان والوزاوه چې؛ په نتیجه کې یې لږترلږه لس کسان مړه او دوه ویشت نور ټپیان شول.

په عراق کې په تېرو څو اونیو کې فرقه يي تشدد زیات شوی او په دې ترڅ کې سلګونه کسان وژل شوي دي.