دابینز: د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو په اړه به له افغان حکومت سره یوه موافقه ترلاسه شي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پرون وویل، دی ډاډه دی چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر په اړه به له افغان حکومت سره یوه موافقه ترلاسه شي.

جېمزدابینز د امریکا د سنا د نړېوالو اړیکو کمیټې ته وویل چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور یوه مهمه اړتیا ده:

"طبعا د افغانستان له حکومت سره په افغانستان کې زموږ د پوځي حضور په اړه له توافق پرته موږ هلته نشو پاتې کېدای. خو زه فکر نه کوم چې د دې خبرواترو احتمالي نتیجه به همداسې وي. ځکه د عراق برعکس چې ځینې افغانستان ورسره مقایسه کوي، افغانان په رښتیا زموږ پاتې کېدو ته اړتیا لري."

دابینز زیاته کړه چې؛ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو سرتېرو دوه اساسي اهداف د افغان ځواکونو روزنه او له هغو سره مرسته او مشوره ورکول دي خو د سرتېرو د شمېر په اړه ده وویل چې ولسمشر بارک اوباما لاهم د ملي امنیت د ډلې له خوا د څو طرحو له مینځه د یوې د خوښولو لپاره د غور په حال کې دی او په دې اړه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.