مصر وايي، ایران زموږ په کورنیو چارو کې د نه منلو لاس وهنه کوي

مصر پر ایران تور پورې کړی دی چې؛ د دې هېواد په کورنیو چارو کې دنه منلو لاس وهنه کوي. مصر دا تور وروسته له هغې پورې کوي چې؛ ایران د مصر د پوځ له خوا د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي پر لرې کولو انتقاد وکړ.

د دوشنبې په ورځ ایران د مرسې لري کیدل چې ورپسې ډله يیز اعتراضونه وشول د اندېښنې سبب وباله او ویې ویل بهرنيو لاسونو په مصر کې کار لرلی.

د پنجشنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، او ددې هیواد په اړه یې د تهران په څرګندونو سخته ناخوښي وښوده.

دې پېښې د سیمې دواړو ځواکمن هیوادونه هماغه سړو اړیکو ته ستانه کړل چې د په ۲۰۱۲ م کال کې د مرسي له انتخابیدو وروسته یو څه تودې شوې وې.

په فیبرورۍ میاشت کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد قاهرې ته ولاړ چې په درې لسیزو کې لومړنی ایران مشر و چې مصر ته یې رسمي سفر کاوه.

خو له دې سره هم دواړه هیوادونه د سوریې په شخړه سره په اختلاف کې وو، ایران د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کاوه او مصر په دې هیواد کې د مخالفو یاغیانو ننګه کوله.