د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوه ګډه کمیټه وايي چې؛ هڅه کوي په څو ورځو کې د انتخاباتو په اړه په دوو قوانینو کې اختلافي موارد حل کړي او جمهور رییس حامد کرزي ته یې د توشیح لپاره واستوي.
دا خبره په یاده کمیټه د ولسي جرګې یوه غړي نظیراحمد حنیفي ازادي راډیو ته وکړه.
په دې کمیټې کې د انتخاباتو د قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون بحثونه روان دي.
تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و، چې که دا دواړه قوانین د روانې میاشتې تر پایه تصویب نشي، نو دوی به راتلونکې انتخابات د جمهور رییس د تقنیني فرمان له مخې وکړي.