د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې وسله والو د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژلي

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېره ورځ سهار یولس بجې د یوه قومي مخور پر کور برید پیل کړ، چې تر ماښامه يي دوام وکړ.

ولسوال وايي، چې په دې پېښه کې خپل ملک وسله والو ژوندی نیولی او د کورنۍ شپږ تنه غړي يي وژل شوي او دارنګه د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه نور هم ماشومان ټپیان شوي دي.

دا هغه کورنۍ وه، چې څه موده وړاندې په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کې يې برخه اخیستې وه.

د حصارک ولسوال وآيي،چې ولایتي ادارې او مرکزي دولت حصارک ولسوالۍ ته هیڅ امکانات نه دي ورکړي،چې د داډول پېښو پرمهال له وسله والو سره وجنګیږي.

نوموړی وايي، چې اوس هم یاده ولسوالۍ يي په شخصي لګښت ساتلې ده او دولت ترې هیڅ ډول خبر نه لري.