ولسمشر کرزي په هرات کې د ماین په چاودنه کې د ۲۰ملکیان وژنه غندلې

ولسمشر کرزي په هرات کې د ماین په چاودنه کې د شلو ملکي وګړو وژل کیدل غندلي دي.

د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر د ولسمشر له قوله لیکلي چې؛ طالبانو د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ماین په ایښودلو سره څرګنده کړه چې د پردیو په خدمت کې دي.

ولسمشر کرزي همدا راز د هرات والي ته لارښوونه کړې چې د قربانیانو له کورنیو سره بیړنی مرستې وکړي.

په هرات کې تیره ورځ یو زرنج موټرسایکل د سړک د غاړې پرماین والوته چې شل تنه پکې مړه او شپږ تنه ټپيان شول.