سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر اوباما تر اوسه پورې په دې اړه پریکړه نه ده کړې چې؛ که له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې امریکايي سرتیري پاتي کیږي نو شمېر به يې څومره وي.
د سپیني مانۍ ویاند جي کارني پرون وویل، ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې له سره د سرتیرو د نه پاتې کولو پر طرحه هم غور کوي:
"د صفر انتخاب تل مطرح و او دا د یوې پروسې برخه ده چې د سرتیرو پر شمېر نه بلکه د پالیسۍ د اهدافو په ترلاسه کیدو متمرکزه ده او دا چې په څه ډول دا کار په غوره توګه ترسره شي او په سمه توګه د اهدافو د ترلاسه کولو په یوه برخه کې دا هم شامل دي چې که موږ پریکړه وکړو چې؛ یو ځواک د پالیسې د اهدافو ترسره کولو لپآره په افغانستان کې پریږدو نو له افغان حکومت سره ددغو پاتې کیدونکو ځواکونو په اړه څه ډول موافقه ولرو."
جی کارني وویل، په دې اړه به چې څومره شمېر کې سرتیري له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتي شي، له افغان حکومت سره خبرې او سلا مشورې وشي.
خو د ولسمشر کرزي ویاند بیا دا رد کړې چې؛ ګواکې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو په ویستلو غور کوي.