د افغانستان په لویدیځ کې یوې چاودنې اوولس تنه ووژل.
سیمه ییزو چارواکو وویل، چاودنه پر یوه موټر سایکل وشوه، چې؛ یوه کراچۍ پورې تړل شوې وه.
د اوبې ولسوالۍ امنیه قوماندان شیراقا الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دا بم طالبانو ځای پرځای کړی و او ظاهرا یې هدف دا و چې؛ د افغان ځواکونو یو کاروان په نښه کړي.
د اوبې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په وینا دې چاودنې دولس ښځې، څلور ماشومان او یو چلونکې وژلي دي. په دې پیښه کې د شراقا الکوزي په وینا پنځه تنه نور کلیوال ټپیان شوې دي.