کندهار: د ملي اردو یوه سرتیري درې امریکايي سرتیري په ډزو ژوبل کړي

له کندهار راپورونه وايي، چې په دې ولایت کې د ملي اردو یوه سرتیري درې امریکايي سرتیري په ډزو ژوبل کړي دي.

د کندهار د هوايي لیوا قومندان عبدالرازق شیرزي ازادۍ راډیو ته وویل، چي پیښه نن غرمه په همدې قومندانۍ کي سوې، که څه هم نوموړي د پیښي د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بیا وايي، چي علت لفظي شخړه وه.

د کندهار امنیتي مسئولین وايي، د افغان پوځ سرتیری نیول سوی، او له درو کلونو راهیسي د ملي اردو په لیکو کي دنده اجراکوي.

تر دې پخوا هم افغان سرتیرو پر بهرنیو ځواکونو دغه ډول حملې کړي، چي یو شمېر بهرنیان یې وژلي هم دي.