سپینې ماڼۍ په مصر کې د تشدد د پراختیا له امله اندیښنه ښودلې

سپینې ماڼۍ په مصر کې د تشدد د پراختیا له امله اندیښنه ښودلې او وايي چې په دوو سیاسي قطبونو د دې هیواد ویش خطرناک حد ته رسیدلی دی .

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل چې د امریکا حکومت په مصر کې د تشدد د هرې پيښې او زور زیاتې ته د خلکو د تحریکولو هره هڅه په شدت غندي:

(موږ د وضعیت د څرنګوالي او د پرمختګ د یوې لارې د موندلو لپاره د مصري چارواکو هڅې څارو او لازم وخت اخلو ، بیا به له کانګرس سره مشوره کوو . هغه وخت به بیا د قانون په چوکاټ کې او د خپلې پالیسۍ د غوښتنو له مخې خپلو مسولیتونو ته کتنه کوو . )

واشنګټن هرکال د مصر پوځ ته یو اعشاریه در ې ملیارده ډالر مرسته کوي. د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، فکر نه کوي چې په بیړني ډول له مصر سره د مرستې د پروګرامونو په بدلولو کې به د امریکا ګټه وي.
متحدو ایالاتو د مصر پر پوځ ږغ کړی دی چې له ډير زیات زغم څخه کار واخلي.